شاته

رشید: په ۷ ولایتونو کې له معترضینو سره د کمېسیون هوکړه مهم پرمختګ ګڼو

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، که چېرې کمیسیون رېښتیا هم په ۷ ولایتونو کې د راًیو د بیا شمېرنې د بهیر د پیل په اړه معترضینو سره یوې هوکړې ته رسېدلی وي دا یو مهم پرمختګ دی.

خو د دغه بنسټ اجرائيوي رییس یوسف رشید ټینګار کوي چې په دې اړه کمیسیون باید وضاحت ورکړي چې ستونزه څه وه، او څنګه یې په کوم شرایطو وکړای شول چې تحریم کوونکو ته قناعت ورکړي.

له ښاغلي رشید سره د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې او په سر کې یې د کمېسیون د دغو تازه څرګندونو په اړه ترې پوښتلي دي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک