شاته

چین د هانگ کانگ سره د امریکا په پوځي تماسونو بندیز ولگاوه

چین وایي چې امریکایي پوځي بېړیو او الوتکو ته به هانگ کانگ ته د ورتگ اجازه ورنکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٢) ددغه اقدام د اعلانولو په ترڅ کې همداشان وویل چې په څو امریکایي غیر دولتي موسسو یې د هانگ کانگ د مظاهره کوونکو د "سخت دریځه، قهرجنه او جنایي اعمالو" د هڅولو په دلیل بندیز لگولی دی.

چین دغه اقدام د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د تیرې اونۍ د یوې لایحې په غبرگون کې کړی چې په هانگ کانگ کې د بشري حقونو او دموکراسۍ د ملاتړ لپاره تصویب کړې ده او د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ هغه لاس لیک کړې هم ده.

په هانگ کانگ کې د دموکراسۍ او بشري حقونو دغه مصوبه د هانگ کانگ له مظاهره کوونکو ملاتړ کړی او گواښ یې کړی دی چې ددغو مظاهرو د ځپلو په صورت کې به په چین بندیزونه ولگوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویانده هووا چونینگ وویل: "مونږ له امریکا غواړو چې خپله تېروتنه سمه کړي او زمونږ په داخلي چارو کې لاسوهنه بنده کړي. که لازم وي چین به د هانگ کانگ د ثبات او سوکالۍ او د چین د خاورې د بشپړتیا لپاره نور اقدامات هم وکړي".

داسې ښکاري چې د هانگ کانگ د وضعیت په اړه د امریکا او چین تازه اختلافونه ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداگریز کړکیچ د حل لپاره کوښښونو ته تاوان ورسوي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې د هغو امریکایي غیر دولتي سازمانونو او موسسو په ډله کې "د دموکراسۍ لپاره ملي ډالۍ"، "د نړیوالو چارو لپاره ملي دموکراتیک انستیتوت"، "جمهوري غوښتونکی نړیوال انستیتوت"، "د بشري حقونو د څار سازمان" او "د ازادۍ کور" شامل دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې "په هانگ کانگ کې د گډوډیو مسؤلیت ددغو غیر دولتي بنسټونو او سازمانونو په غاړه دی او باید بندیز پرې ولگول شي چې د خپلو اعمالو بیه ادا کړي".