BBC
 شاته

تر کودتا وروسته ترکیې کې د امریکا پر اصلي اډې محدودیت

Image copyright Getty

د ترکیې چارواکو ددې هېواد په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې لپاره د محدودیت رامنځته کولو سره، لږ ترلږه په موقتي ډول د داعش ضد ایتلاف د عملیاتو لپاره ددې اډې کارول منع کړي. دا اډه په عراق او سوریه کې د داعش پروړاندې ځمکنۍ مبارزه کې کلیدي رول لري.

امریکا وایي چې د شنبې شپې تر ناکامې کودتا وروسته ترکیې چارواکي د الوتکو او چورلکو د الوتنې اجازه نه ورکوي او له اینجرلیک اډې هوایي عملیات درېدلي دي.

ترکیه کې د امریکا کونسلګرۍ د شنبې په ورځ وویل، دغې اډې ته تګ راتګ بند شوی او برېښنا پرې شوې.

د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټر کوک په یوه بیانیه کې ویلي، امریکا له ترکیې سره اړیکه کې ده ترڅو له اینجرلیک اډې هوایي عملیات بیرته پیل شي.

پنتاګون وایي، اوسمهال د امریکا مرکزي قومنداناني خپله هوایي عملیات له بلې سیمې کوي، ترڅو پر داعش ضد عملیاتو د دغه ډول پېښو اثر "تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوي."

Image copyright Reuters

امریکا په اینجرلیک اډه کې ای -۱۰ بریدګرې الوتکې، د کې سي -۱۳۵ هوایي ټانکر، جاسوسي الوتکې او بې پیلوټه بریدګرې الوتکې لري.

د امریکا هوایي ځواکونه وایي، اینجرلیک هوایي ډګر کې تېل رسوونکو الوتکو، د عراق او سوریې په هوا کې د تېل رسونې عملیاتو له درېیو نژدې یوه برخه ترسره کوله.

د اینجرلیک هوایي اډې تړلې پاتې کېدو سره، د امریکا په مشرۍ ایتلاف اړ دی د سوریې په رقه او منبج کې د اورپکو پرضد په فارس خلیج کې شته جنګي الوتکې وکاروي.

دا بدلون کولی شي د اسلامي دولت (داعش) پرضد د عراق دولتي ځواکونو جګړو کې د هوایي ملاتړ اندازه راټیټه کړي. په ورته وخت کې ښایي، هغو ځانګړو امریکایي ځواکونو ته د تجهیزاتو او مرستو پر رسولو منفي اغیز وکړي چې د سوریې په خاوره کې عملیات کوي.

عراقي ځواکونه او سوریه کې د داعش ملیشې چې دواړه د امریکا ملاتړ لري، د داعش پرضد ځمکنیو جګړو کې بریالیتونه لرلي دی. له هغوی د امریکا ملاتړ هم تر ډېره ترکیه کې له اینجرلیک اډې کېده.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولو چاوش اوغلو وایي، د ترکیې ځینې سرتېري چې په اینجرلیک کې دېره دي، د شنبې شپې ناکامې کودتا سره ملګري و او په دې تړاو ځینې نیول شوي.

د هغه په خبره، اوس باید د ترکیې پوځ "پاک کړل" شي او ترې وروسته به "موږ د ناټو له ملګرو سره په ټینګه او پیاوړې توګه ملګری وکړو."