شاته

د امریکا سنا د افغانستان د سولې څارنې د قانون وړاندیز وکړ

د امریکا د سنا مجلس دوو غړو دغه مجلس ته د یو قانون طرحه وړاندیز کړې چې کانگرس ته صلاحیت ورکوي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هر ډول موافقې کیدل وڅاري.

د "افغانستان د دوامداره سولې ضمانت" تر نامه لاندې طرحه د سنا دموکرات غړي باب منندز او د جمهوري غښتونکي غړي تاد یانگ وړاندیز کړې.

ددې قانون د وړاندیز هدف د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په گډون د بشري حقونو ساتنه، د سرتیرو د ناڅاپه وتلو په نتیجه کې د "گډوډیو" د رامنځ ته کیدو او د تروریزم په اډې باندې د افغانستان د تبدیلیدو مخنیوی گڼل شوی دی.

ښاغلي منندز وویل: " هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د پام وړ او دوامدارو راکمولو وخت رارسیدلی. په همدې توگه زمونږ د پوځي شتون د کمیدو څرنگوالی حیاتي دی تر څو افغانستان په گډوډیو بدل نشي".

دغه قانون پداسې حال کې د سنا مجلس ته وړاندیز کیږي چې د طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې ځنډیدلي دي. خو افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو سره د طالب بندیانو تبادله چې تیره اوونۍ وشوه د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو احتمال تقویه کوي.

له دې دمخه د امریکا کانگرس د طالبانو سره د خبرو د څرنگوالي او دا چې دهغې د محتوا په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي اندیښنه څرگنده کړې وه.

که چیرې دغه قانون د سنا په مجلس کې تصویب شي، د امریکا کانگرس به د افغانستان د سولې په اړه مشورتي او نظارتي رول ومومي.

د سنا جمهوري غوښتونکي غړی تاد یانگ او ددی قانوني لایحې یو وړاندیز کوونکی وایي: "متاسفانه، کانگرس په افغانستان کې زمونږ د راتلونکي ماموریت په اړه له بحثونو څخه لرې پاته دی. دغه دوه گوندیز قانون ددې وضعیت د بدلون په لټه کې دی".

ښاغلي یانگ زیاته کړه: "له دې سره جوخت چې د طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکوو، حتمي ده چې کانگرس ددغه بهیر یوه برخه اوسي تر ډاډ ترلاسه شي چې زمونږ ماموریت په مسوولانه بڼه پای مومي".

ددغه قانون له مخې به د امریکا حکومت مکلف وي چې د طالبانو سره د موافقې د نهایي کیدو څخه ٦٠ ورځې وروسته کانگرس ته رپوټ واستوي. پدغه رپوټ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید وښیي چې د طالبانو ډله د موافقې له مادو پیروي کوي او یا داچې د القاعده شبکې سره یې خپلې اړیکې شلولي دي او که نه.