BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون: ۲۳ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ۲۳ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی دی او د ۱۷ ولایتونو حساس ټاکنیز توکې کابل ته رسېدلي دي. کمېسیون وايي چې د ۱۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو معلومات دغه کمېسیون ته رسېدلي.