شاته

ارګ: ټرمپ وايي اوربند د سولې لپاره اساسي شرط دی

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او ولسمشر غني په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

وايي ښاغلي ټرمپ په دغو تیلیفوني خبرو کې ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره اوربند باید مخکنی شرط وي.

د ارګ اعلامیه وایي چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ۲۵ دقېقې خبرې وشوې او په دغو خبرو کې د سولې لپاره د افغان حکومت پر اعلان شوي پلان هم بحث وشو.

په اعلامیې کې ویل شوي: "جمهور رئیس غني د افغان حکومت دسولې اووه ماده ییز پلان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ته معلومات ورکړل چې په مقابل کې جمهوررئیس ټرمپ د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار وکړ او وویل د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وزیر، اسدالله خالد څو ورځې مخکې وویل چې له اوربند پرته د سولې هر ډول هوکړه ناممکنه ده. طالبانو تر اوسه د سولې د دغه شرط په اړه څه نه دي ویلي.

دا خبرې د پنجشنبې په ماښام (نومبر۲۱) شوې په متحدو عربو اماراتو کې د ولسمشر غني د سفر پر مهال شوي دي. د ارګ په اعلامیه کې همدغه راز ویل شوي دي چې ولسمشر ټرمپ د داعش ماتول او افغان ځواکونو تازه لاس ته راوړنې ستایلي دي.

تراوسه د دغه تیلیفوني مکالمې په اړه سپینې ماڼۍ څه نه دي ویلي. دا خبرې داسې مهال کیږي چې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ولسمشر غني وستایه چې د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې یې د دریو طالب مشرانو د پرېښودو پرېکړه وکړه.​

ارګ وايي د دغې تیلیفوني مکالمې "په پای کې جمهوررئیس ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته د یوه رسمي سفر په خاطر جمهوررئیس غني ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د جمهوررئیس له لورې ومنل شوه." لا د دغه سفر دقیقه نېټه معلومه نه ده.