شاته

د انتخاباتو د 'بحراني کېدو' په اړه د ځینو کاندیدانو اندېښنه

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو یو شمیر کاندیدانو د انتخاباتو د 'بحراني کېدو' په اړه اندېښنه ښودلې او د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په بهیر کې یې پر شفافیت ټینګار کړی دی.

د دغو کاندیدانو له ډلې احمدولي مسعود، چې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱مه (لړم ۳۰مه)یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو د شورا په استازیتوب خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، انتخاباتو افغانستان د بحران په لور بیولی دی.

هغه زیاته کړه: "د کاندیدانو شورا په قاطعیت سره وايي، چې په دې ډول د دغو انتخاباتو نتایج د منلو وړ، شرعي، قانوني او دموکراټیک نه دي، شفاف نه دي او له همدې امله د منلو وړ نه دي، د داسې انتخاباتو نتایج نه منو... په حقیقت کې د افغانستان انتخابات له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوی دی".

ښاغلي مسعود ادعا وکړه، چې د انتخاباتو کمېسیون غیر بایومتریک رایې هم سیستم داخل کړي دي او ویلي یې دي، که څوک په دې برخه کې شکایت لري نو د نتایجو له اعلان وروسته دې د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.

هغه وویل، لکه څنګه چې کاندیدانو د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنران ټاکلي دي د هغوی د صلاحیتونو د بېرته اخیستلو حق هم لري.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو بل کاندید عبدالله عبدالله، په یوه اعلامیه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کولو کې د نړیوالې ټولنې د مرستې او هڅو څخه په مننې ویلي " له ټولو نړیوالو نهادونو څخه تمه لرو څو د ټاکنو له شفافیت څخه ملاتړ وکړي".

ښاغلي عبدالله د جمهوري ریاست انتخاباتو د برخلیک په اړه د افغانستان د خلکو اندېښنه مشروع بللې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بل کاندید ګلبدین حکمتیار هم محمداشرف غني ته په یو پرانیستي لیک کې، د انتخاباتو د بحراني کېدو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي حکمتیار په دې لیک کې له جمهور رئيس غني غوښتي، چې د ستونزو د منطقي حل لپاره له نورو کاندیدانو سره خبرې وکړي.

د رایو تفتیش او بیاشمېرنه

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې د شپږو ولایتونو د رایو د تفتیش او بیاشمیرلو نتایج کابل ته رسیدلي دي او له دې شمېرې د څلورو ولایتونو د رایو معلومات د کمېسیون مرکزي سرور ته پورته شوي دي.

د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل، چې په ۱۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرلو پروسه بشپړه شوې ده او په لسو ولایتونو کې لا هم دوام لري.

د کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې په اوو ولایتونو کې د اعتراضونو له امله هیڅ کار نه دی شوی.

ټاکل شوې وه، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج د تلې/میزان په ۲۷مه اعلان شي، چې دا نېټه یو ځل د لړم/عقرب ۲۳مې ته وځنډول شوه، خو کمېسیون په دې نېټه هم د دغو نتایجو په اعلانولو بریالی نه شو.

د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان لپاره نوې نېټه نه ده ټاکلې، خو ویلي یې دي، چې په کابل او ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې د پروسې له بشپړېدو وروسته به ابتدايي نتایج اعلان کړي.