شاته

د افغانستان د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم استعفی وکړه

د افغانستان د ملي امنیت لومړي مرستیال ادیب فهیم د "شخصي معاذیرو" له کبله له خپلې دندې استعفی ورکړې ده.

ادیب فهیم د افغانستان د پخواني جمهور رئیس د مرستیال محمدقسیم فهیم زوی دی، چې د ملي یووالي حکومت په پیل کې د ملي امنیت ریاست د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

ښاغلي فهیم چې خپل استعفی لیک یې په خپل ټویټر کې خپور کړی، د افغانستان په دغې ادارې کې یې څلور کاله کار ویاړ بللی دی.

د هغه په استعفی لیک کې راغلي: "د ځینو شخصي معاذیرو له کبله نشم کولی چې په دې مهم ارګان کې خپلې دندې ته دوام ورکړم. خو د نوي نسل د یو غړي په توګه ځان د خپل ملت او دولت د آرمانونو په پوره کولو کې ژمن ګڼم".

د ښاغلي فهیم پر وینا، په دې څلور کلنه موده کې یې د ملي امنیت په ریاست کې د ځوان کدرونو د ودې او په دې بنسټ کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه‌والي لپاره یې هڅې کړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني هم د ښاغلي فهیم د استعفی لیک په پای کې، د هغه له کارونو څخه مننه کړې او استعفی یې منظور کړې ده.

خو د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.