شاته

سږکال افغانستان کې "۱۸ روغتیايي کارکوونکي وژل" شوي

د روغتیا نړیوالې ادارې "WHO" په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکو ته په امنیتي ګواښونو کلکه اندیښنه ښودلې.

دا اداره وايي چې په شاوخوا ۱۱میاشتو کې په دغه هیواد کې ۱۸روغتیايي کارکوونکي په امنیتي پیښو کې وژل شوي دي.

ډبلیو اچ او په خپل ټویټر کې د پنجشنبې په ورځ ( لړم ۳۰ مه) دا هم لیکلي دي چې په دغې مودې کې په امنیتي پېښو کې ۲۸ نور روغتیايي کارکوونکي ژوبل شوي او ۲۵ یې وسله والو تښتولي دي.

وايي د دغو ۲۵ تښتول شویو روغتیايي کارکوونکو له ډلې یوازې اوه تنه یې د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ناامنیو په پیښو کې ۲۵۸ روغتیايي مرکزونو ته زیان رسیدلی دی.

په دغې ډلې کې شپږ مرکزونه ختم شوي، ۲۵ ویجاړ شوي او ۱۹۳ نور د ناروغانو پرمخ تړل شوي دي.

ډبلیو اچ او وايي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د روانې میلادي میاشتې نومبر تر ۱۷ مې ورځې پورې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو په ۷۷ ولسوالیو کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۱۳ بریدونه ثبت کړي.

دا اداره وايي چې اکثره دغه بریدونه د ننګرهار، میدان وردک، لغمان، نورستان، زابل او سمنګان په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې اړه د تبصرې څخه ډډه کړې، خو څه موده دمخه د دغه وزارت چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په موقتي ډول د یو شمیر روغتیايي مرکزونو تړل تائید کړي وو.