شاته

سیګار: اداري فساد د طالبانو د لیکو د پیاوړتیا لامل شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو وايي، په افغانستان کې اداري فساد د طالبانو د لیکو د پیاوړي کولو لپاره په یوې "مهمې وسیلې" بدل شوی دی.

ښاغلي ساپکو، چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰مه (لړم ۲۹مه) په واشنګټن کې د "ویلسن سنټر" په تحقیقاتي بنسټ کې وینا کوله، له امریکا او متحدینو څخه یې وغوښتل، چې له فساد سره مبارزې ته د خپلو برنامو په سر کې ځای ورکړي.

هغه وویل: "طالبانو ته د جنګیالیو د جلبولو لپاره ه یوه تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د سیمې خلکو ته ووايي، چې فاسدو حکومتي چارواکو ته وګورئ، تاسې نه شئ کولی د (افغانستان) پر مرکزي حکومت، قاضیانو او پولیسو باندې باور وکړئ".

خو سره له دې هم ښاغلي ساپکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له اقداماتو ستاینه وکړه.

هغه وویل، که څه هم پر اوسني حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نیمګړتیاو په اړه پرځای انتقادونه کېږي، خو د افغانستان اوسني حکومت د حامدکرزي په رهبرۍ د پخواني حکومت په پرتله "څو برابره ښه" عمل کړی دی.

ښاغلي ساپکو ټینګار وکړ، چې له فساد سره د مبارزې لپاره د امریکا او نورو هیوادونو له مرستو څخه څارنه مهمه ده او زیاته یې کړه، چې د مرستو په اړه د څارنې نشتوالی غلا او خلاف‌کاریو ته زمینه برابروي.

هغه وویل: "موږ د تمویل‌کوونکو په راتلونکې غونډه کې د متحده ایالاتو له حکومت او متحدینو څخه یې غواړو ترڅو (په افغانستان کې) له فساد سره مبارزه په یوې لویې، جدي او عمده مسلې بدله کړي. یواځې په هغو پيسو چې (افغانستان ته یې) ورکوئ تمرکز مه کوئ، بلکې پر دې تمرکز وکړئ چې څه ډول له دغو پیسو ساتنه او څارنه وشي".

هغه امریکا د افغانستان په حکوت کې د اداري فساد د پراخېدو د یوې برخې مسوله وګڼله او زیاته یې کړه، چې متحده ایالاتو "تر دې وروستیو" پورې، په افغانستان کې اداري فساد جدي نه ده نیولې.

ښاغلي ساپکو وویل، که امریکا غواړي چې په افغانستان کې د بیارغونې پروژې او برنامې په بریالیتوب سره عملي شي، باید د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي او دا پروژې او برنامې له هغوی سره په سلامشورو طرح کړي.