شاته

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ستنېدل ۳۳٪ کم شوی

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله په روان میلادي کال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو په بېرته ستنېدلو کې ۳۳ فیصده کموالی راغلی دی.

د دغه راپور په اساس په ۲۰۱۷ کال کې ۹۷زره افغان مهاجر له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي او یا ایستل شوي دي او په ۲۰۱۸ کې دغه شمېر ۳۲زروه ته راښکته شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: "سږکال له پاکستان څخه د ستنېدو کچه لاپسې کمه شوې ده. د ۲۰۱۹ کال د جنوري له لومړۍ څخه د جون تر ۱۵مه لس زره بې‌اسناده افغان مهاجر په داوطلبانه ډول ستانه شوي او یا ایستل شوي دي، چې د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ فیصده کموالی ښيي".

د دغه سازمان د شمېرو په اساس، د ۲۰۱۸ کال له پیل څخه د جون تر ۱۵مې پورې څه باندې ۱۵۳۰۰ بې‌اسناده افغان مهاجر له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور په اساس، اوسمهال ۲.۴ میلیونه افغان مهاجر په پاکستان کې ژوند کوي، چې ۱.۱ میلیون یې اسناد نه لري.

له ایران څخه د افغان مهاجرینو ستنېدل

همدا شان د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي، چې په ایران کې نږدې ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي، چې له دې شمېرې یوازې ۹۵۰زره یې د مهاجرت اسناد لري.

د دغه سازمان د راپور په اساس، ۶۰۰زره پاسپورټ لرونکي افغانان هم په ایران کې ژوند کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال له ایران څخه د ۴۰۰زرو څخه تر ۵۰۰زره افغان مهاجر بېرته خپل هیواد ته راستانه کېږي، خو په دغه هیواد کې د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله په ۲۰۱۸ کال کې د راستنېدونکو افغانانو شمېره ۷۷۰زروه ته رسېدلې ده.

خو دغه سازمان ویلي، چې په روان میلادي کال کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرو په شمېر کې ۴۰ فیصده کموالی راغلی او د دغه کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۱۵مې ۲۰۵زره افغان مهاجر له ایران څخه ستانه شوي او یا ایستل شوي دي.