شاته

د ټرمپ د استیضاح په تحقیقاتو کې مهم چارواکی شهادت ورکوي

د اروپايي ټولنې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګورډن سانډلنډ نن چهار شنبې د ( نوامبر ۲۰ مه) د کانګرس په یوې علني استماعیه غونډه کې د ولسمشر ټرمپ په اړه د قانون جوړونکو پوښتنو ته ځواب ورکوي.

ښاغلی سانډلنډ د سپینې ماڼۍ او د اوکراین د جمهوري ریاست د دفتر ترمنځ د تماس یو مهم کس دی.

ګورډن سانډلنډ په داسې حال کې د کانګرس د استازو مجلس د استخباراتو کمیټې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي چې پرون هم څلور امریکايي چارواکي یادې کمیټې ته غوښتل شوي وو.

په دې منځ کې د جمهور رئیس ټرمپ د مرستیال د دفتر سلاکارې جنیفر ویلیمز او د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه وتلي غړي ډګرمن الکساندر ونډمن په جولای میاشت کې د جمهور رئیس ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلنسکي ټلفوني اړیکه نامناسبه او د اندیښنې وړ وبلله.

دیموکرات قانون جوړونکي وايي جمهور رئیس په دې ټلفوني مکالمه کې د خپلو قانوني صلاحیتونو خلاف د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړی څو د هغه د سیاسي رقیب جوبایډن په اړه تحقیقات وکړي.

ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره تر ټلفوني اړیکې یوه اوونۍ مخکې له هغه هیواد سره د امریکا شاوخوا ۴۰۰ ملییونه ډالر نظامي مرسته ځنډولې وه.

دیموکراتان ادعا کوي چې د جولای میاشتې ټلفوني اړیکه له اوکراین سره د مرستو له ځنډیدو سره مستقیم ارتباط لري او هدف یې پر هغه هیواد د فشار واردول وو.

خو جمهور رئیس ټرمپ او په کانګرس کې د هغه ملاتړې دا ادعاوي بې بنسټه بولي.

ښاغلي ټرمپ وویل: " ټولو دغو کسانو چې خبرې کولې، دوی د یوې مکالمې، مکالمه او بله مکالمه اوریدلې ده چې د ولسمشر له خوا شوې وه. هغه څه چې روان دي یو ننګ دی ، دا زموږ ملت ته شرم دی."

خو ګورډن سانډلنډ تیره میاشت د استخباراتو کمیټې په یوې محرمه غونډه کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ اړیکه تائید کړې وه.

هغه ویلي وو د اوکراین د جمهور رئیس یوه مرستیال ته یې خبرداری ورکړی وو که اوکراین د جمهور رئیس د غوښتنې پر اساس عمل ونکړي پر هغه هیواد به نظامي مرستې بندې شي.