شاته

سوریې کې د بیکوره کسانو په یو کمپ برید ١٥ تنه وژلي

د سوریې د ادلیب په سیمې کې حکومتي ځواکونو د بیکوره شوو کسانو په یو کمپ په حملې کې ١٥ تنه وژلي دي.

په سوریې کې د ژغورونکې ډلې کاروکونکي وایي چې حکومتي قواوو د بیکوره شوو کسانو په یو کمپ برید کړیدی او ١٥ تنه یې وژلی دي.

د سوریې د ادلیب سیمه د دغه ملک هغه ساحه ده چې د حکومت مخالفه یاغیانو په کنټرول کې ده. په سوریې کې د تیرو اتو کلونو نه جگړه روانه ده چې پکې په زرگونو تنه وژل شوي او په لکونو زخمي او بیکوره شویدي.

په برتانیې کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې حکومت پلوه قواو د کاه په سیمې کې یو روغتون په نښه کړ چې پکې د روغتون کارکوونکي زخمي شویدي او ودانۍ ته تاوان رسیدلی دی.

روسیه چې د سوریې په کورني جنگ کې د بشار اسد ملاتړ کوي، د ترکیې سره یو ځاې ( چې د یاغیانو ملاتړ کوي) د دواړو خواوو ترمنځ د سولې او د اوربند لپاره یو تړون لاسلیک کړی و چې په دغه ملک کې یې تر یوه حده جگړه کنټرول کړي وه.

د ادلیب په سیمې کې د ملک د بیلا بیلو برخو نه په لسگونو زره بیکوره شوي کسانو پناه اخیستي ده.