شاته

روحاني وایي د حکومت ضد مظاهرې ناکامه شویدي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې د مظاهر کونکو د ناکامولو سره یې د ملک د دښمنانو مخه نیولې ده

په ایران کې ولس د تیلو د بیو د لوړیدو ضد مظاهرو ته راوتلي و چې پکې په لسگونو تنه ووژل شول.

د بخښنې نړیوالې ټولنې پرون په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په ایران کې په مظاهرو کې لږترلږه ١٠٦ کسان وژل شویدي چې دا د ١٩٧٩ نه وروسته په دغه ملک کې د تر ټولو خونړۍ پیښه ده.

په ایران کې حکومت انټرنیټ بند کړیدی او د تشدد د پیښو او د مړو د دقیق شمیر په اړه معلومات کول مشکل دي خو داسې اندازه کیږي چې اوسنی تشدد په ایران کې د ٢٠٠٩ کال د مظاهرو نه وروسته د تر ټولو لوی مظاهرې وې. په ٢٠٠٩ کال کې په مظاهرو کې په لسگونو کسان وژل شوي و.

حکومت ادعا کوي چې مظاهرچیان بیرته تللي دي خو په ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوگانې خپرې شویدي چې ښیي د مظاهرو په پنځمه ورځ هم خلک لارو کوڅو ته راوتللي و.

په ایران کې په سلگونو کسانو د تیلو د بیو د لوړیدو ضد مظاهرې پیل کړي
په ایران کې په سلگونو کسانو د تیلو د بیو د لوړیدو ضد مظاهرې پیل کړي

د ایران مذهبي مشر چې په حکومتي ټیلویژن کې یې خبرې خپریدې وايي مظاهره کوونکي د انقلاب ضد او د ایران د بهرنیو دښمنانو لخوا لمسول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې د ایراني مظاهرکونکو ننگه کوي.