BBC
 شاته

روحاني: د امریکایي پوځیانو شتون د افغانستان ستونزې ډېرې کړې دي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سې شنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په یوه لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا پوځي مرکزونو او پوځي شتون د دغه هېواد ستونزې ډېرې کړې دي. جنرال باجوه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر ایران ته تللی.