شاته

مظاهره کوونکو سره د ایران په چلند د امریکا او ملګرو ملتونو اندیښنه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهره کوونکو په وړاندې د وسلې په کارولو جدي اندیښنه ښودلې او له ایراني چارواکو یې غوښتي دي چې د معترضینو په وړاندې له زور څخه کار وانخلي.

ددې ادارې ویاند چې د سه شنبې په ورځ د ( نوامبر نولسمه - عقرف ۲۸ ) خبریالانو سره خبرې کولې وویل، داسې راپورونه لري چې ښيي د ایران په مختلفو ښارونو کې په وروستیو تاوتریخوالو کې په لس ګونه کسان وژل شوي دي.

هغه ویلي د تاوتریخوالو له امله د تلفاتو د شمیر په اړه "جدي اندیښنه لري. "

د څو ورځو راهیسې د ایران په مختلفو ښارونو کې د تیلو د بیې د لوړیدو او سهمیه بندي له امله پراخې مظاهرې شوي دي.

دا مظاهرې په ډیرو برخو کې په تاوتریخوالو بدلې شوي دي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو هم په مظاهرو په جریان کې د تاوتریخوالو د ډیریدو په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده:" نړۍ د ایران د رژیم چلند څاري."

ښاغلي پمپیو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ، ایران باید د خلکو په وړاندې له زور څخه استفاده ونکړي او ډیر ژر دا زمینه مساعده کې چې وګړي بیا انټرنټ ته لاسرسی پیدا کړي.

په وروستیو ورځو کې انټرنټ ته د ایرانیانو لاسرسی محدود شوی او دې کار له مظاهرو څخه د معلوماتو په ورکړه هم اغیز کړې ده.

په وروستیو څو ورځو کې یو شمیر ایراني معترضینو له واک څخه د ایراني مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه کړېده او د ایران د رهبر علي خامنه يي ضد شعارونه یې ورکړي دي.

راپورونه وايي چې تر اوسه ګڼ شمیر معترضین د ایران د امینتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په ایران کې د کیهان ورځپانې د یاد هیواد د قضايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د مظاهرو پرمهال د تاوتریخوالو عاملین به د اعدام له مجازاتو سره مخ وي.

دا څرګندونې تر اوسه د ایراني چارواکو له خوا په رسمي ډول تائید شوي ندي.