شاته

د تورنو امریکایي پوځیانو د بخښلو په خاطر پر ټرمپ انتقاد

د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو عالي کمیشنر د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستی اقدام چې په جنگي جرمونو دوه تورن پوځیان یې وبخښل او د یو بل تورن پوځي رتبه یې بیرته ورکړه د "اندیښنې وړ" گڼلي دي.

ددغې ادارې ویاند روپرت کولوایل، د سه شنبې په ورځ نومبر ١٩ خبریالانو ته وویل چې دغه اقدام کیدای شي د نړۍ په گوټ گوټ کې نورو پوځیانو ته ناوړه پیغام ورسوي.

د ښاغلي ټرمپ د تیرې اونۍ تصمیم د دریو پوځیانو د بخښنې په اړه و چې په افغانستان او عراق کې د پوځي ماموریت په ترڅ کې په جنگي جرمونو کې ښکیل شوي او د ملکي وگړو په وژنه تورن شوي دي.

ښاغلي ټرمپ ددغو سرتیرو د بخښنې وروسته وویل چې د هغوی سره "منصفانه" برخورد نه و شوی.

خو ښاغلی کولوایل وایي د پلټنو او د هغو تورونو د قانوني تعقیب ناکامي چې دغه پوځیان پرې تورن شوي وو، پخپله د نړیوالو قوانینو څخه څرگنده سرغړونه ده.

هغه وویل چې په ځانگړې توگه په ٢٠١٠ کې په افغانستان کې د یو ملکي وگړي په وژنه د تورن امریکایي پوځي متیو گلستین د تحقیقاتو بندول "زورونکې" ده.

ددغو پوځیانو د عفو کولو تصمیم په تیرو ورځو کې هم دننه په امریکا اعتراضونه زیږولي وو چې د هغې جملې نه د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې دغه اقدام د امریکا د جمهوري ریاست له خوا د واک او صلاحیت نه "سؤاستفاده" گڼلې ده.