BBC
 شاته

طالبان: د بندیانو تبادله مثبت ګام دی او د سولې بهیر کې مرسته کولای شي

وسله والو طالبانو نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې د دوی او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د هغې تبادلې هرکلی کړی دی چې له مخې یې د انس حقاني په ګډون درې طالب بندیان، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو او د لسو افغان پوځیانو په بدل کې خوشي شول