شاته

روسیه هغې ښځې ته کار ورکوي چې امریکا د جاسوسۍ په تور شړلې

روسیه هغه ښځې ته کار ورکوي چې امریکا د جاسوسۍ په تور د تیر کال د دسمبر په میاشت کې بندي کړه او بیا یې بیرته وشړله

ماریه بوټینا چې په امریکا کې چارواکو د جاسوسۍ په تور بندي کړې او بیا شړلې وه، په روسیې کې په لمړني ځل یوې غونډې ته وینا وکړه.

مسکو پدی خاط‏ر چې د ماریه بوټینا نه دفاع وکړي، هغې ته د ندې وړاندیز وکړ.

د دغې غونډې دوران د روسیې د بشري حقونو کمیشنرې ټاټیانه مسکالکوا، ٣١ کلنې بوټینا ته په خپل دفتر کې د کار وړاندیز وکړ. هغې وویل:

"زه تا ته بلنه درکوم, زمونږ سره کار پیل کړه چې په بهرني ملکونو کې د خپلو ملکیانو نه دفاع وکړو. زه باور لرم چې مونږ به د هغو کسانو لپاره چې په مشکل کې نښتي دي، یو ځای ډیر څه وکړو."

بوټینا د امریکایي چارواکو لخوا د بیرته شړل کیدو نه وروسته د اکتوبر په ٢٦ نیټه روسیې ته ورسیده. هغې داسې څه و نه ویل چې دغه وړاندیز قبلوي او کنه؟

روسیې په امریکا تور لگولی و چې ماریه بوټینا یې د جرم اعتراف ته مجبوره کړي وه. امریکا دغه تورونه ردوي.

د یادونې وړ ده چې د ماریه قضیې د امریکا او روسیې اړیکې خرابې کړې و.