شاته

کورنیو چارو وزارت کندز کې پر لار کوونکو د پولیسو د ډزو په اړه د عبدالله ادعا رد کړه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان سرتېرو په کندز ښار کې پر لار یون کوونکو ډزې نه دي کړي.

د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم کاندید عبدالله عبدالله تېره ورځ ورځ وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره ورځ په کندز ښار کې د «ثبات او همپالنې» ټېم پر پلویانو ډزې کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل:"نن ورځ له «ځانګړو ځواکونو» څخه د یو شمېر هېوادوالو په وړاندې، چې اعتراض یې کړی و استفاده شوې ده."

نوموړي په سیاسي مسائلو او ټاکنیز بهیر کې د افغان سرتېرو داخلول د اساسي قانون خلاف «ملي خیانت» وباله.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، چې یاد کس د افغان سرتېرو ډزو کې نه بلکې د کندز د ټاکنو کمېسیون پر دفتر د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو کې وژل شوی دی.

دغه وزارت ویلي، چې په یاد برید کې د یو ملي اردو په ګډون څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د «لړم پر۲۷مه» ویلي:"کورنیو چارو وزارت هغه خبرونه په کلکه ردوي، چې ګواکې نن امنیتي ځواکونو په کندز ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي."

دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې افغان ملي پولیس نه خپله ټاکنیز بهیر کې مداخله کوي او نه هم بل چاته د مداخلې اجازه ورکوي."افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ ټاکنو ټول پړاوونه په بشپړې بېطرفۍ ترسره کړي او د ټاکنو د څار بنسټونو د تایید وړ ګرځېدلي دي."

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کندز کې د افغان پولیسو لخوا پر لاریوونکو په ډزو باندې د اندېښنې په څرګندلو سره د یاد کار پایلې ناړه بللې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم په ټاکنو کې د مداخلې په اړه پر افغان امنیتي ځواکونو تورونه رد کړي دي.

ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر یاد انتقادنه غیر عادلانه بللي دي:"زموږ نړیوالو ملګرو هر وخت د افغان ځواکونو بې طرفي منلې ده؛ په ټاکنو کې د دوی د لاسوهنې د ثابتولو لپاره هیڅ شکایت نه دی ثبت شوی، بې‌ځایه او بې ارزښته تورونه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي سیاسي تعصب ښیې غیر عادلانه دي."