شاته

په عراق کې بیا لویې مظاهرې شوي

د عراق په مرکز بغداد او ځینو نورو سیمو کې مظاهره کوونکو د پولیسو له لوري جوړ شوي او درول شوي خنډونه لېرې کړل او لویې مظاهرې یې وکړې.

مظاهره کوونکو د یکشنبې په ورځ ( نومبر۱۷)د صدر په ښار کې ښوونځي او بازارونه وتړل او ویلي یې دي چې سراسري کاري اعتصاب یې اعلان او تطبیق کړی دی.

مظاهره کوونکو همدغه راز د بصرې ښار په سړکونو کې ټایرنه وسوځول او ماموران یې پرېنښودل چې د کار لپاره دفترنو ته ولاړ شي.

دا مظاهرې د اکتوبر په ۳۰ پیل شوي دي او په مظاهرو کې په تاوتریخوالي کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دی.

مظاهره کوونکي اعتراض لري چې په هېواد کې یې بیکاري زیاته شوې، په حکومتي ادارو کې فساد ډېر شوی، صحي اونور عامه خدمتونه نشته او له همدې کبله یې پر مظاهرو لاس پورې کړي دی.

دوی د عراق د صدراعظم استعفا هم غواړي. تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي له مظاهره کوونکو غوښتي وو چې خپلې غوښتنې دې د قانون په چوکاټ کې وساتي.