BBC
 شاته

عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته: د رایو بیا شمېرنه دې ودرول شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم خبرداری ورکړ که د رایو بیا شمېرنه ونه درېږي د قانوني او سوله ییزو لارو چارو نه په ګټې اخیستنې یې مخه نیسي. ښاغلي عبدالله وايي که د ټاکنو کمېسیون پر خپلې پریکړې له سره کتنه ونه کړي دوی په خپل لاس د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.