شاته

پوهنې وزارت: لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې راپور حقیقت نه‌لري

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دوی د څېړنو په اساس د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې راپور حقیقت نه لري.

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې تېره اونۍ د محمد موسی محمودي په نوم د لوګر ولایت د یوه مدني فعال له قوله راپور ورکړ، چې په لوګر ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او سیمه ییزو چارواکو څه باندې ۵۰۰ زده کوونکي جنسي ځورولي دي.

دغه ورځپاڼې د یاد مدني فعال له خولې همدارنګه ویلي، چې د یادې ستونزې له امله پنځو کورنیو خپل اولادونه له «شرمه»وژلي او یو شمېر له لوګر څخه نورو ولایتونو ته ګډه کړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت د یاد راپور تر خپرېدو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه د یو پلاوي په ټاکلو سره د څېړنو د پیلېدو خبر ورکړ.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نضهت د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۶مه «لړم۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یاد پلاوي د لومړنیو څېړنو په اساس د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونې راپور «هېڅ» حقیقت نه لري.

اغلې نضهت زیاته کړه:"زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا راپور سل په سلو کې غلط دی."

نوموړې زیاته کړه، چې نن هم د پوهنې وزارت پلاوي په دې اړه د لوګر له والي، د ولایتي شورا له غړو او په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت له استازو سره کتلي دي.

تېره شپه د لوګر ولایت مدني فعال محمد موسی محمودي چې په دې اړه یې څېړنې کړي امریکا غږ ته وویل، چې د نوموړي له قوله خپور شوی راپور غلط تعبیر شوی دی.

نوموړي زیاته کړ، چې په لوګر کې د جنسي ځورونې په اړه یې ۵۴۶ قضیې نه دي ثبت کړي بلکې د کار د بېلابېلو محلونو په داسې ځایونو کې، چې هلته ماشومان خوندي نه دي له ۵۵۰ تنو سره مرکې کړي دي.

هغه وویل:"لوی ارقام چې موږ تر لاسه کړل، په دکانونو، خیاطیو، په نانوايانو، کومو ځایونو کې چې هلته موټروانان دي، لوی ارقام چې جنسي ځورونه پکې رامنځته شوې دغه ځایونه دي.... ما چې کومې مرکې کړي دي، ما ویلي، چې په دغو قربانیانو کې د معارف زده کوونکي هم شامل دي."

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال هم نن شنبه له امریکا غږ سره خبرو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ردکړل.