شاته

کابل کې په وسله وال برید کې دوه څارنوالان وژل شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ناڅرګندو وسله والو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بګرام د عدلي او قضايي مرکز دوه څارنوالان په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۶مه«لړم۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، پر یادو څارنوالانو نن سهار بګرام ولسوالۍ ته د دندې ستنېدو پرمهال برید شوی دی.

هغه وویل:"په ډېرې خواشینۍ سره زموږ څلور تنه څارنوالان چې له کابل څخه د بګرام عدلي او قضايي مرکز ته پر لار و، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ورباندې برید شوی، چې دوه تنه یې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي."

پر مهدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د یاد خبر په تائید سره ویلي، چې پولیسو د پېښې د تړاو پنځه تنه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې لړم میاشتې پر ۱۶مه په لوګر ولایت کې د پکتیا د استېناف محکمې درې قاضيان او د محکمې یو کارکوونکی په وسله وال برید کې ووژل شول.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن شنبه له امریکا غږ سره خبرو کې د اندېښنې په ښودلو سره وویل، چې د روان کال په وروستیو میاشتو کې پر څارنوالانو او قاضیانو بریدونه زیات شوی دي.

هغه وویل، چې د روان ۱۳۹۸کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله ۱۶ څارنوالان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.

تر دا مهاله د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې پر څارنوالانو د ننني برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.