شاته

رولا غني: خلیلزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد نه دي ورکړي

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په جریان کې زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد ندي ورکړي.

میرمن غني د جمعې په ورځ ( نومبر ۱۵) په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو اړیکو په مرکز کې وویل، دوی نه پوهیږي چې د سولې مذاکراتو کې پر څه بحث شوی دی.

میرمن غني وايي: "په مارچ کې موږ پوه شو چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې مذاکرات کوي، موږ ته یې مخکې په دې هکله څه ویلي نه وو، "استازي" چې د دوحې او کابل ترمنځ تګ راتګ کاوه، تمه وه څه چې کوي موږ ته یې ووايي، معلومات یې راکړي خو هیڅکله یې لیکلی رپوټ نه دی ورکړی، هیڅکله واضح نه وه چې پر څه یې خبرې کړې دي".

د افغانستان لومړۍ میرمن وايي دوی سوله غواړي، خو لا معلومه نه ده چې څنګه به ترلاسه کیږي.

میرمن رولا غني وايي په رسنیو کې د افغانستان د وضعیت په هکله ډول ډول خبرونه خپاره کیږي چې سم نه دي.

د میرمن غني په وینا داسې ویل کیږي چې طالبان د افغانستان نیمه خاوره کنترولي چې دا ناسمه ده او هغوی (طالبان) اوس په ۱۲ ولسوالیو حاکم دي، حال دا چې په افغانستان کې ټولې ۳۶۴ ولسوالۍ دي او دا په دې معنی نه ده چې هغوی د افغانستان نیمه خاوره کنترولوي.

په مسکو او دوحې کې د ترسره شویو بین الافغاني غونډو په هکله میرمن غني وویل چې په دغه شان غونډو کې د افغانستان ټولو خلکو ګډون نه درلود.

میرمن غني زیاته کړه: "په مسکو او دوحې خبرو کې ګډون زما په نظر د سولې په هکله خبرې نه وې، دا خبرې سیاسي معامله وه. د مسکو او دوحې خبرې دومره مهمې نه وې ځکه د افغانستان خلکو په کې ګډون نه درلود".

میرمن غني وايي د بین الافغاني کلمې پر ځای ښه به دا وي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت کلمې وکارول شي.

میرمن غني وايي چې د ښځو په هکله د طالبانو مفکوره بدله شوې نه ده او هغوی لا هم ښځې ناقص العقله بولي.

د ولسمشر ټرمپ لخوا د سولې مذاکراتو لغوه کیدو څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت په خاصه توګه د ولسمشر غني میرمن داسې څرګندونې کوي.