شاته

د ایران په مظاهرو کې یو تن ووژل شو

د ایران مظاهرې چې د جمعې د ورځې راهیسې د تیلو د بیې د لوړیدو او ځیره کولو په غبرگون کې ددې هیواد په مختلفو ښارونو کې وشوې په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي.

د ایسنا خبري اژانس د کرمان ولایت د یو دولتي مقام محمد محمود آبادي له قوله رپوټ ورکړی چې د سیرجان په ښار کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

ښاغلي محمود آبادي ویلي دي چې تر اوسه ددغه شخص د وژل کیدو څرنگوالی معلوم ندی او دوی پدې هکله پلټنې کوي چې ایا امنیتي قواوی پدغه پیښه کې ښکیل دي که نه.

هغه وویل اوسمهال وضعیت تر کنترول لاندې دی او د تیرې شپې راهیسې تر اوسه نوی تاوتریخوالی ندی رامنځ ته شوی.

په ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ددې هیواد دولت د تیلو سهمیه و ټاکله او هغه یې ځیره کړل او سربیره پر دې د تیلو بیې یې هم لوړې کړې.

د ایران د دولت د تصمیم له مخې د یو لیتر تیلو بیه د لسو زرو ریالو څخه پنځلس زرو ریالو ته لوړه کړه او هر شخصي موټر په یوه میاشت کې کولای شي یواځې ٦٠ لیتره تیل ترلاسه کړي. که ددغې ځیرې د تیلو اخیستل واوړي د هر لیتر په بیه کې ٣٠ زره ریاله زیاتیوالی راځي.

د دغو بدلونونو په غبرگون کې د تهران، اصفهان، شیراز، تبریز، بوشهر، ارومیه، کرج، کرمانشاه، سرپل ذهاب، سقز، مریوان، رشت، گرمسار، کردستان، لرستان، مشهد په گډون ددې هیواد په یو شمیر نورو ښارونو کې اعتراضونه وشول.

د ایران دولت د تیلو د بیې لوړیدل د بیوزله کورنیو سره د نغدو پیسو د مرستې کول اعلان کړي دي.

د ایران دولتي تلویزیون د ایران د جمهور رئیس د مرستیال محمد باقر نوبخت له خولې لیکلي چې د تیلو د بیې زیاتیدل او د ځیرې سیستم د ایران دولت ته ددې فرصت ورکوي چې د هیواد د ٦٠ میلیون بیوزلو سره د نغدي مرستو بودجه ترلاسه شي. دغه شمیره د ایران د نفوس له څلرو څخه درې برخې جوړوي.

نړیوال پولي صندوق وړاندوینه کړې چې د ایران اقتصاد ښایي په روان کال کې نهه فیصده راټیټ شي، ځکه د امریکا د متحده ایالاتو له لورې پدې هیواد باندې بندیزونه د تیلو صادرات چې د ایران د عایداتو اصلي منبع ده، بندوي.