BBC
 شاته

د ټرمپ سلاکار راجر سټون په دروغو ویلو مجرم پېژندل شوی

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخوانی سلاکار او ټلوال راجر سټون کانګرس ته په اوه ځله دروغو ویلو مجرم پېژندل شوی دی. د محکمې په ناسته کې ویل شوي، چې ښاغلي سټون د امریکا ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندې هیلري کلېنټن د تخریب لپاره د ځینو دروغجنو مطالبو خپرولو هڅه کړې ده.