شاته

د کالیفورنیا په یو ښوونځي کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي

د کلیفورنیا پولیسو ددې ایالت په یو ښوونځي کې د تیرې ورځې د ډزو د لاملونو په هکله پلټنې پیل کړي چې دوه تنه زده کوونکي په کې وژل شوي دي.

د امنیتي کمرو انځورونه ښیي چې یو تنکی ځوان زده کوونکی د خپل بکس نه تمانچه راباسي او د ښوونځي په انگړ کې پر نورو زده کوونکو باندې ډزې کوي او په وروستۍ مرمۍ ځان پر سر ولي.

دغه پیښه د پنجشنبې په ورځ نومبر ١۴ له غرمې دمخه د سانتاکلاریتا ښار په یو ښوونځي کې وشوه چې د لاس انجلس ښار په ۴٠ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د بریدگر زده کوونکي هویت چې ویل شوي په بد روغتیایي وضعیت کې په روغتون کې دی ندی په ډاگه شوی. خو پولیس وایي چې د پنجشنبې په ورځ د هغې د زیږد ١٦ کلیزه وه.

پولیسو ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې ددغه زده کوونکي د پخوانیو فعالیتونو په څیړنه بوخت دي او همداشان ددې پیښې د انگیزو په اړه د هغو کسانو سره مرکې کوي چې هغه یې پیژانده.

دوه ۱۴ او ۱۵ نجونې او یو ۱۴ هلک پدې پیښه کې ټپیان شوي او دوه نور زده کوونکي چې ټپیان شوي وو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

ددې پیښې د قژبانیانو هویت تر اوسه ندی اعلان شوی، خو پولیسو ویلي چې وژل شوي شاگردان یوه ١٦ کلنه نجلۍ او یو ١۴ کلن هلک دی.

په امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی په جدي سیاسي بحثونو بدل شوی او تمه ده چې دا مسله به د راتلونکي انتخاباتي کمپاین عمده مسله وي.

د روان کال د اکتوبر په ٦ په کنساس سیټي کې په یوه میخانه کې د دوو بریدگرو په ډزو کې څلور تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

له هغې دمخه د سپتمبر په دریمه یو ١۴ کلن ځوان د امریکا په الابما ایالت کې د خپلې کورنۍ پنځه غړي په ډزو ووژل.

د همدې کال د اگست په ٣١ هم یو بریدگر د تکزاس په لویدیځ کې پنځه تنه ووژل او لږ تر لږه ٢١ تنه یې ټپیان کړل.

زیات شمیر منتقدین پدې باور دي چې د امریکا دولت وسلو ته د لاس رسي د محدودولو په برخه کې پوره اقدامات ندي کړي. دوی وایي د ورته پیښو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د هغو خلکو تاریخچه په پوره پاملرنه و څیړل شي چې غواړي وسله واخلي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تکزاس د وژونکو ډزو وروسته وویل چې د خلکو د تاریخچې څیړلو نشوای کولای چې ددغه تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي.