شاته

سعادتي: د بیاشمېرنې بېرته پیلولو وړاندې باید د معتبرو رأیو شمېر معلوم شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، وړاندې تردې چې د ټاکنو کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش بېرته پیل کړي، لومړی باید د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې اعلان شي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم دویم مرستیال اسدالله سعادتي د جمعې په ورځ (عقرب ۲۴مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، اوسمهال د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور کې "پاکې او ناپاکې رأیې" دواړه شته او باید سره بېلې کړای شي.

د ثبات او همپالنې ډلې مرستیال یو ځل بیا ټینګار وکړ، ۳۰۰ زره هغه رأیې چې په شرایطو برابرې نه دي باید باطلې شي. په دې کې د هغه په خبره، د درملوګ شرکت دستګاه په قرنطین کې شااوخوا ۱۳۷ زره مبهمې رأیې، څه باندې ۱۰۲ زره له وخته مخکې او وروسته کارول شوې او همداراز هغه رأیې چې د رأی ورکوونکو پرځای له عکس څخه عکس اخیستل شوی خو تصفیه شوې نه دي، شاملې دي.

هغه همداراز وویل، د ۷۰۰ نورو محلونو رأیې چې د بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه یې ورک دي، باید باطل اعلان شي او ددې ترڅنګ ۲۴۲۳ محلونه چې هېڅ بیومټریک معلومات یې کمېسیون ته نه دي رسېدلي له دورانه وویستل شي.

د ټاکنو کمېسیون د عقرب په ۱۶مه پرېکړه وکړه چې د دغو ۲۴۲۳ محلونو رأیې ارزوي او که د تقلب او سرغړونو سند پرې نه وي، نو رأیې یې سیسټم ته اضافه کړي.

د کاندیدانو له مخالفت سره سره د ټاکنو کمېسیون د عقرب په ۱۸مه د رأیو بیاشمېرنه پیل کړه، خو دغه بهیر یې د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) بېرته ودراوه، ترڅو د کمېسیون په خبره د کاندیدانو او مدني ټولنو اعتراضونو ته رسېدنه وشي.
د کاندیدانو له مخالفت سره سره د ټاکنو کمېسیون د عقرب په ۱۸مه د رأیو بیاشمېرنه پیل کړه، خو دغه بهیر یې د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) بېرته ودراوه، ترڅو د کمېسیون په خبره د کاندیدانو او مدني ټولنو اعتراضونو ته رسېدنه وشي.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، دوی په خپلو ټولو پرېکړو کې د انتخاباتو قانون او طرزالعملونو په پام کې نیسي.

ددغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر انتخاباتي ټکټونه ځيني مسایل مطرح کوي، خو زموږ هدف دا دی چې حق حقدار ته ورسوو او هغه رایې چې زموږ د طرز العمل او انتخاباتي قانون سره مطابقت لري، هغو ته مشروعیت او اعتبار ورکړو او نورې رأیې موږ ته هم په هېڅ ډول د نه منلو نه دي."

د کاندیدانو له مخالفت سره سره د ټاکنو کمېسیون د عقرب په ۱۸مه د رأیو بیاشمېرنه پیل کړه، خو دغه بهیر یې د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) بېرته ودراوه، ترڅو د کمېسیون په خبره د کاندیدانو او مدني ټولنو اعتراضونو ته رسېدنه وشي.

پرون (عقرب ۲۳مه) د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون چارواکو د ځینو انتخاباتي ټیمونو له استازو سره تر ناوخته بحث ولیدل خو بحث یې کومې پایلې ته لا نه دی رسېدلی. نن هم په پام کې ده دغه خبرې دوام وکړي.

د میزان ۶مې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د رأی ورکوونکو شمېر شااوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره اعلان شو، خو د بیومټریک دستګاوو د معلوماتو ترلاسه کېدو سره، دغه شمېره څه باندې یو میلیون او ۸۴۳ زرو ته راټیټه شوه.

ددې لپاره چې نږدې۹۰۰ زره باطلې رأیې چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په ۸۲۵۵ محلونو کې کارول شوي، وپېژندل شي او له پروسې به بهر کړای شي، اړتیا ده چې ددغو محلونو رأیې تفتیش او بیاوشمېرل شي.

خو هغسې چې د ثبات او همپالنې ډله ادعا کوي، نورې رأیې هم باطلې شي، نو ښايي د هغو محلونو شمېر لوړ شي چې رأیې یې بیاشمېرنې ته اړتیا لري.

تراوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ځلې ځنډېدلی او لا هم په دې پورې تړلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ شي، هغه بهیر چې څرګنده نه ده کله به پيل شي او څومره وخت به ونیسي.