شاته

ایران له ۳۵۰۰ څخه ډیر زندانیان خوشې کړل

د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي له ۳۵۰۰ څخه ډیرو هغو زندانیانود خوشې کیدو امر ورکړی چې د بیلابیلو جرمونو له کبله بندیان شوي و.

په دغو زندانیانو کې ۳۲ ټولنیز فعالان، محصلین او خبریالان شامل دي چې د امنیتي مسایلو پورې اړوندو جرمونو له کبله بندي شوي وو.

د دغو کسانو د هویت او د هغوي د جرمونو د څرنګوالي په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د ایران قضایي رسنیو ویلي چې دغه کسان میلاد نبي ته د درناوي په پار خوشې شوي دي.

ددغه راپور په اساس، د دغو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه د ایران د قضایي قوې مشر آیت الله ابراهیم لخوا شوې وه.

خامنه اي د سږکال فرورۍ میاشت کې هم له ۵۰ زرو څخه ډیر زندانیان د ایران د اسلامي انقلاب د څلویښت کلنۍ په مناسبت خوشي کړل.

ایراني چارواکو ویلي چې په دغو زندانیانو کې هغه کسان شامل نه دي چې د حکومت پر ضد وسله وال مخالفت کې لاس درلود.