شاته

د عمران خان ضد مظاهرې ټول ملک کې خپرې شوي

په پاکستان کې حکومت مخالفه په زرگونو مظاهره کونکو لوی لارې بندي کړیدي، دوي غواړي چې صدراعظم عمران خان د دندې نه استعفي ورکړي خو دغه مظاهرکونکي په خپل هدف ترلاسه کولو کې تر اوسه پاتې راغلي دي.

د پاکستان د جمعیت العلما اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپلو سلگونو پلویانو سره د اکتوبر په ٢٧ نیټه د کراچۍ د ښار نه لاریون پیل کړ چې د اکتوبر په ٣١ اسلام اباد ته راورسیده.

مولانا فضل الرحمان خپلو پلویانو ته ویلي و چې که عمران خان په یوې اونۍ کې استعفی ور نه کړه نو د چارشنبې په ورځ به د ملک ټولې لوی لارې بندي کړي.

مولانا فضل الرحمان په عمران خان تور لگوي چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړیده او ملک یې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړیدی. عمران خان دغه ټول تورونه ردوي.

پدغه لړ کې مظاهره کونکو افغانستان ته تللي لویه لاره وتړله چې د عیني شاهدینو مطابق گڼ شمیر مسافر یې د سخت مشکل سره مخامخ کړیدي.

د جمیعت لاعلما اسلام کارکونکي وایي چې تر هغه پورې به مظاهرو ته دوام ورکړي تر څو د هغوي د مشر امر وي.