شاته

د کلیفورنیا په یو ښوونځي کې ډزې شوي

د امریکا د کلیفورنیا ایالت په یو ښوونځي کې یو وسله وال کس ډزې کړي چې له کبله یې څو کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې دغه پیښه نن د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۴) د غرمې وروسته د سانتا کلاریتا سیمې په یو ښوونځي کې رامنځته شوې.

د سانتا کلاریتا د پولیسو ادارې ویلي چې وسله وال کس د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی او اوس مهال په یو ځایي روغتون کې د تداوی لاندې دی.

تر اوسه په دغې پیښه کې د ژوبل شویو کسانو دقیق شمیر نه دی معلوم خو ځایي روغتون د لږ تر لږ ۶ کسانو د ټپی کیدو خبر تائید کړی.

چارواکو د ټپیانو له ډلې د درې کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ ګڼلی دی.

تر اوسه د وسله وال کس هویت په اړه معلومات نشته خو ځینې راپورونه داسې ښيي چې وسله وال کس د همدې ښوونځي زده کوونکی دی.

سپینې ماڼۍ د دغې پیښې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې د سیمې امنیت ساتلو لپاره دې د چارواکو او رضاکارانو له هدایاتو سره سم عمل وکړي.