شاته

رولا غني: "کیدای شي طالبان د افغان امریکايي پوهنتون استادان خوشې نه کړي"

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني وايي "کیدای شي طالبان د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان له بنده آزاد نه کړي. "

میرمن غني نن پنجشبنه ( د نومبر ۱۴) په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د خبرو پرمهال وویل چې د انس حقاني په ګډون د دوو طالبانو خوشې کول د سولې د مذاکراتو برخه وه، خو د سولې لومړي پړاو مذاکرات بریالي نه وو.

میرمن غني وايي "زه نه پوهیږم چې ولې، لکه څنګه چې وینئ، کیدای شي کومې ډلې خپلې کړې وعدې ترسره کړې نه وي چې له کبله یې وضعیت په دا ډول شوی دی، په خواشینۍ سره چې کیدای شي دواړه پروفیسران خوشې نه شي، تاسو وینۍ موږ څه ډول خلکو سره معامله لرو، دا ډیر سخت کار دی او ډیره ځیرکتیا غواړي"

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې هغه درې طالب بندیان چې ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ له زندان څخه د هغوی د خوشې کیدلو اعلان وکړ لا تراوسه طالبانو سره نه دي یو ځای شوي.

په قطر کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ (لړم ۲۳مه) امریکا غږ ته وویل چې دا بندیان لا هم قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان د لومړۍ میرمن "رولا غني" په وینا دوی له طالبانو سره د سولې مذاکرات ددې له کبله غواړي چې هغوی د ټولنې برخه وګرځي، خو په وینا یې چې هیڅکله به د طالبانو حکومت را ونه ګرځي.

میرمن غني وايي موږ غواړو چې طالبان په ډیرې ارامۍ په افغانستان کې ژوند وکړي، خو موږ نه غواړو چې هغوی راشي او پر موږ خپل فکر تحمیل کړي.

د افغانستان لومړۍ میرمن "رولا غني" وايي د سولې مذاکراتو په برخه کې د افغانستان "اساسي قانون" او "جمهوري نظام" نه بدلون یې "سره کرښه" ده.

میرمن غني وايي له ټولو هغو لاسته راوړنو دفاع کوي چې افغان میرمنو په تیرو اتلسو کلنو کې لاسته راوړې دي.

د رولا غني په وینا د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان ځنډیدل په یوې سیاسي ستونزې بدل شوی او د پایلو اعلان ته په تمه ده.

د جمهوري ریاست ټاکنو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو لغوه کیدو څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې میرمن رولا غني د سولې او ټاکنو په هکله خبرې کوي.