BBC
 شاته

افغانستان کې په شکر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی

نن 'نومبر ۱۴مه' له شکرې ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان کې یوه څېړنه ښيي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲٫۴ سلنې اوس ۵٫۳ سلنې ته لوړ شوی دی. د شکرې ناروغۍ په منجمېنټ کې مناسب خوراک ډېر رول لري. د وزن کموالی، فيزيکي فعالیت او ورزش یې په درملنه کې زیات مهم دي او اوږد مهاله خطرونه یې کموي.