شاته

ککړې هوا ۲۰۱۷ کې ۲۶ زره افغانان مړه کړي - سروې

یوه نړیواله سروې ښيي چې وړم کال په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله لسګونو زره کسان مړه شوي او اوس د ژمې په رارسیدو سره اندیښنې بیا ډیرې شوي دي.

که څه هم د تلفاتو رسمي شمیرې نشته خو د نړیوالې هوا د وضعیت څارونکې ډلې په خپله تازه سروې کې ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ککړې هوا له کبله تر ۲۶۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

حال دا چې په ۲۰۱۷ کال کې په جګړو کې ۳۴۸۳ ملکي کسان وژل شوي وو.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وویل:" متاسفانه د تیرو دریو لسیزو جګړو له امله د اوبو رسونې، بریښنا، عامه ټرانسپورت او شنو سیمو په شان زموږ بنسټیزې برخې له منځه تللي دي."

د خلکو بې وزلي او د آسانتیاوو نشتون په افغانستان کې د هوا د ککړیدو نور لوی علتونه دي چې له امله یې ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.

په کابل کې نږدې ۶ میلیون کسان اوسیږي او د نړۍ یو له ګڼ میشته ښارونو څخه دی چې جګړو یې بنسټونه له منځه وړي او له نورو ځایونو څخه خلک پکې میشت شوي شوې دي.

زړې موټرونو، د بریښنا د تولید لپاره د جنراتور کارول، د پلاستیکونو او نورو توکو سوځول هم هوا ککړه کړې ده.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مهمند وايي که خلک د کابل ښاروالۍ لارښوونې په پام کې ونیسي ستونزې به کمې شي.

میرمن مهمند که خلک همکاري ونکړي کثافات په مشخص ځای کې وانچوي ، په کورونو او حمامونو کې له بیلابیلو سوند توکوکار واخلي ستونزې به د ناسور زخم په توګه په ځای پاتې شي.

افغان حکومت د هوا د ککړتیا په هکله د پوهاوي یو پروګرام پیل کړی چې پیغامونه یې په تلویزیون کې خپریږي، ښوونځیو، پوهنتونونو او جوماتونو کې هم خلکو ته د ککړې هوا په هکله معلومات ورکوي.