شاته

پاکستان په ماشومانو د جنسي تیریو د ویډیوگانو ویبپاڼه چلوونکی نیولی

پاکستاني پولیسو د ماشومانو سره د جنسي تیریو د ویډیوگانو نړیوالې ویبپاڼې چلوونکی نیولی دی.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو ادعا کړیده چې ماشومانو سره د جنسي تیریو د ویډیوگانو خپرونکی یې نیولی دی. پولیس زیاتوي چې دغه کس د نړیوال ډارک ویب مشر دی.

تورن کس چې سهیل ایاز نومیږي، څه موده وړاندې په بریتانیې او ایټالیې کې له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي په تور نیول شوی و او د سزا تیرولو نه وروسته پاکستان ته بیرته شړل شوی و.

د پنډۍ پولیسو د تورن سهیل ایاز د نیول کیدو خبر په ځینو ټویټونو کې اعلان کړی.

د پنډۍ پولیسو ویلي دي چې یو چای خرڅونکي ورته څو ورځې مخکې شکایت کړی و چې سهیل ایاز یې زوی تښتولی و او څلور ورځې یې پرې جنسي تیری کړی وو.

د دغه کس د نیول کیدو نه وروسته پولیسو داسې شواهد ترلاسه کړیدي چې ښيي تورن کس تر دې مخکې هم دغه ډول جرمونه تر سره کړي او د ماشومانو ویډیوگانې یې په ویب کې خپرې کړې دي.

پولیس وایي چې تورن کس دا اعتراف کړیدی چې هغه په ٢٠٠٩ کال کې په بریتانیې کې پولیسو نیولی و او د سزا نه وروسته یې پاکستان ته شړلی و.

پولیسو ویلي چې د هغه له کمپیوټر نه یې په ماشومانو د جسني تیریو په زرگونو ویډیوگانې او عکسونه ترلاسه کړیدي.

تورن کس تر اوسه پورې له ٣٠ ماشومانو سره د جنسي اړیکو په درلودلو اعتراف کړیدی خو پولیس وایي چې ښایي دغه شمیره تر دې اوچته وي.

پولیسو زیاتوي چې ددغو شمیرو معلوملو په اړه یې خپلې څیړنې پیل کړي.

پولیس وایي چې سهیل ایاز د خیبر پښتونخوا د حکومت د پلان او پالیسۍ له مرکز سره کار کاوه او دری سوه زره کلدارې تنخواه به یې اخیسته.

پولیس دا هم وایي چې د دغه کس میرمن له هغه څخه نهه کاله پخوا بیله شویده او خپلو نورو خپلوانو هم ورسره اړیکې پرې کړیدي.