شاته

د ټاکنو کمېسیون د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش لړۍ ودروله

د یوشمیر انتخاباتي ټیمونو او سیاسي اړخونو له پراخو اعتراضونو وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټولو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش لړۍ ودروله.

د دغه کمېسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام یې د ځینو انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو غوښتنو ته د رسیدګۍ لپاره کړی.

د دې کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي آزادي راډیو ته وویل: "د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ د فیصلې پر اساس د رأیو د بیا شمیرنې او تفتیش لړۍ د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي اړخونو غوښتنو ته د رسیدنې په هدف، تر بلې پریکړې ودرول شوه."

د ټاکنو کمېسیون د یوشمېر کاندیدانو او سیاسي ګوندونو له مخالفت سره سره، د ۸۲۵۵ محلونو د رأیو بیا شمیرنه او تفتیش د تېرې شنبې په ورځ پیل کړ.

خو د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ انتخاباتي ټیمونو دا لړۍ تحریم کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تردې وړاندې ویلي وو چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه یعنې سبا د پنجشنبې په ورځ اعلان کړي.

خو اوس چارواکي وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان د رأیو د بیاشمیرنې او تفتیش بشپړیدو پورې تړاو لري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو کمېسیون دا اقدام پرځای بولي.

خو ددغه کمېسیون غړي او ویاند محمد قاسم الیاسی آزادي راډیو ته وویل، د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش د لړۍ ځنډول باید ډېره اوږده نه وي.

هغه وویل: "که چېرې دا ځنډول د انتخاباتي ټیمونو د رضایت سبب شي، زما له نظره بد کار نه دی، خو دا ځنډ باید اوږد نه وي او د یوې یا دوه ورځو لپاره وي، ترڅو د انتخاباتي ټیمونو نظر واخیستل شي."

دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څارنې شبکې نن (عقرب ۲۲مه) د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو پر ځنډولو سخت انتقاد وکړ.

ددغې شبکې غړو د انتخاباتو کمېسیون د غړیو ترمنځ رامنځ ته شوي جنجالونه د انتخاباتو لپاره خطرناک وبلل.

د ولسی جرګې په عمومي غونډه کې هم په دې اړه ډول ډول نظرونه خپاره شول.

د جرګې ځینو غړو ویل چې د انتخاباتو د پایلو ځنډېدل پرانتخاباتو منفی اغیز لري، خو ځینو نورو بیا ټینګار کاوه چې انتخابات یوه مهمه سیاسي پروسه ده او باید په ډېر دقت سره پرمخ ولاړه شي.