شاته

اسرایلو په دمشق کې یو فلسطینی جهادي مشر وژلی

اسرایلو په دمشق کې د اسلامي جهادي ډلې (حماس) چې ایران یې ملاتړ کوي، مشر وژلی دی.

د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي دي چې په یو هوایي برید کې د فلسطين جهادي مشر بها ابو العطا په دمشق کې وژل شویدی. په دغه برید کې د هغه زوی هم وژل شوی.

د سوریې دولتي خبري اژانس وایي چې په دمشق کې د حماس د مشر بها ابوعطا په کور په یو برید کې هغه د زوی سره یو ځاې وژل شویدی. سوریې دا هم ویلي چې دغه برید اسرایلو ترسره کړیدی خو اسرایلو تروسه پورې په دغه اړه څه نه دي ویلي.

د بها ابو عطا د وژل کیدو نه وروسته فلسطیني جنگیالو په اسرایلو توغندي وار کړیدي. د رویټرز رپورټ لیکي چې په دغه بریدونو کې شاوخوا ٢٥ تنه رخمي شویدي.

د یادونې وړ ده چې د جهادي ډلې مشر پداسې حال کې وژل شویدی چې د غزې په تړانگې د اسرایلو د توغندیدو بریدونه دوام لري.

د غزی صحي چارواکو ویلي دي چې په دغه بریدونو کې تر اوسه پورې لس فلسطینان وژل شویدي چې پکې عطا او د هغه میرمن شامل دي.