BBC
 شاته

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو د بیا ځنډېدو احتمال

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو له لورې د دوی د ولایتي دفترونو د تړلو له امله د لړم پر ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه اندېښنه لري. مېرمن نوستانۍ وايي، یوازې په یوه ولایت کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.