شاته

د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو له مخالفت سره سره د رأیو بیاشمېرنې ته دوام ورکوي

د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو له مخالفتونو سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ۲۰ په ډېرو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې بهیر ته دوام ورکوي.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ نن (سې شنبه د عقرب ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کمېسیون د خلکو اعتراضونه په نظر کې نیسي او یوازې بایومټریک شوې رأيې ورته د منلو وړ دي.

خو د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو غړي وايي چې په نږدې ۲۰ ولایتونو کې يې د انتخاباتو ولایتي دفترونه تړلي او دا اعتراضات به ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځوي.

اغلې نورستانۍ وویل، په ۱۴ نورو ولایتونو کې د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو د ملاتړو له لوري د کمېسیون ولایتي دفترونه تړل شوي دي.

هغې وویل: "موږ د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو له لوري د ځینو ولایتي دفترونو د تړلو له امله اندېښنه لرو چې د عقرب په ۲۳مه به لومړنۍ پایلې اعلان نه‌شي."

اغلې نورستانۍ له انتخاباتي ټیمونو وغوښتل چې له کمېسیون سره د رأیو د بیاشمېرنې په بهیر کې مرسته وکړي.

د ټاکنو کمېسیون رئیسې وویل، په ۱۴ نورو ولایتونو کې د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو د ملاتړو له لوري د کمېسیون ولایتي دفترونه تړل شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون رئیسې وویل، په ۱۴ نورو ولایتونو کې د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو د ملاتړو له لوري د کمېسیون ولایتي دفترونه تړل شوي دي.

خو معترض نوماندان د رأیو د بیا شمېرنې د پروسې د بندولو غوښتنه کوي.

د نوماندانو ملاتړي وايي په همدې خاطر يې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم غړي فهیم فطرت ازادي راډيو ته وویل، شاید د دوی دغه اقدام د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځېږي.

ښاغلی فطرت زیاتوي: "تاسې پوهېږئ چې د افغانستان له ۲۰ په ډېرو ولایتونو کې د انتخاباتو د کمېسیون ګودامونه د خلکو د اعتراضونو په نتیجه کې تړل شوي دي. زه فکر کوم چې دا اعتراضونه شاید نن د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته پراخه شي."

خو د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون وايي چې د انتخاباتو د ولایتي دفترونو تړل کېدل د دوی په دستور نه‌دي شوي او کمېسیون باید د غیر قانوني کړنو په کولو سره ځان له خلکو سره مخامخ نه‌کړي.

د ثبات او هم‌پالنې د انتخاباتي ټیم ترڅنګ د جمهوري ریاست د نوماندانو شورا هم وايي چې دغه اعتراضونه د خلکو له لوري شوي دي .

د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدلله عبدالله د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د انتخاباتو د کمېسیون دغه کار غیر قانوني وباله او ویې‌ویل، که د رأیو د بیاشمېرنې بهیر ونه‌درول شي، دی به د انتخاباتو پایلې ونه‌مني.

نوموړي وویل چې د رأیو د بیاشمېرنې له بهیر وړاندې باید نږدې درې لکه رأیې چې د هغه په وینا په معیار برابرې نه‌دي، باطلې اعلان شي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو دغه تازه جنجالونه داسې مهال راپورته کېږي چې د انتخاباتي مهالوېش له مخې باید دوه ورځې وروسته د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

اروپايي ټولنې هم په خپل وخت افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو د پایلو د اعلان غوښتنه کړې او دغه شان‌يې له نوماندانو غوښتنه کړې چې نتیجې يې هم باید ومني.