شاته

ننګرهار کې د داعش ۴۵ ښځې او ماشومان افغان کمانډو ته تسلیم شوي ـ دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش وسله والې ډلې یوه ۴۵ کسیزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۲مه «لړم۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاده ډله تېره ورځ افغان کمانډو ته تسلیمه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په تسلیم شوو داعشیانو کې یو نارینه، ۱۷ مېرمنې، ۱۳ ماشومان او ۱۵ نجونې شاملې دي.

ښاغلي امان وویل، چې تسیلم شوو کسانو یو میل کلاشینکوف هم افغان سرتېرو ته سپارلی دی.

هغه وویل:"له تېرو څو ورځو په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پيل شوي دي، چې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، د هرې ورځې په تېرېدو هغوی تر پوځي فشار لاندې راوړل کېږي،بله لار نه لري چې یا افغان ځواکونو ته تسلیم نشي او یا هم له منځه وړل کېږي."

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل، چې داعش ډله په ننګرهار کې له «ورکېدو» سر مخ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د لړم میاشتې پر ۱۹مه ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال هم ویلي و، داعش ډله په دغه ولایت کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د روانې لړم میاشتې پر ۲مه هم په ننګرهار کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۱۸ غړي له مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شول.