شاته

غني: انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید په مشروط ډول خوشي کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له بند څخه د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو او د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په شرط له له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د طالبانو دوه نور مهم غړي خوشي کوي.

ښاغلي غني د سیې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۲مه د «لړم پر۲۱مه» په دې اړه ملت ته وینا کې د یادو کسانو خوشي کول یوه سخته او ضروري پرېکړه وبلله"د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه نن تاسو له سخت او ضروري تصمیم څخه خبروم"

هغه وویل:"افغان حکومت پرېکړه وکړه، چې درې تنه طالب زندانیان چې، په بهرنیو هېوادونو کې زموږ د نړیوالو شریکانو په همکارۍ نیول شوي و او له څو کلونو راپدېخوا په بګرام زندان کې د افغان دولت تر نظارت لاندې و په مشروط ډول له زندان څخه خوشي کړو."

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو درې تنو کې حاجي مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس د جلال الدین زوی شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې یاده پرېکړه له نړیوالو شریکانو او امریکا سره په مشورې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په هدف شوې ده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله یې له طالبانو سره د بندي یادو بهرنیو استادانو د ځای ځایګی موندلو په اړه هڅو نتیجه نه ده ورکړې، چې د نوموړي په وینا دا سې ښکارې چې روغتیايي حالت یې سم نه دی.

طالبانو د ۲۰۱۶ کال د اګست پر ۸مه نېټه د افغان امریکايي پوهنتون یاد دوه استادان په کابل کې برمته کړل.

ښاغلي غني وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یې نړیوالو شریکانو ته دا سې یو میکانیزم وړاندې کړی، چې په مشروط ډول د یادو کسانو خوشي کول د دښمن د لیکو د پیاوړي کېدو او د بریدونو د زیاتېدو لامل نشي.