شاته

اروپايي ټولنې له ټولو اړخونو غوښتي د افغانستان د ټاکنو پایلې ومني

اروپایي ټولنې هیله ښودلې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلان شي او پر ټولو اړخونو یې غږ وکړ چې دا پایلې ومني.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست رئیسې فدریکا موګرېني په بروکسل کې د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دا خبره وکړه. د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات او د دې هېواد سولې پروسه د دغې غونډې د اجنډا دوه مهمې مسئلې وې.

اغلې موګرېني د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۱مه) ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهم وبلل.

نوموړې دا هم وویل چې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په جنجالي کولو سره به یوازې هغه کسان ګټه وکړي چې د افغانستان ډموکراسي نه‌غواړي او د سولې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د یوه مشروع حکومت د جوړېدو چارې کمزورې کوي.

مېرمن موګرېني وايي: "که چېرې د انتخاباتو نتایج ونه‌منل شي او په یوې طریقې تر پوښتنې لاندې راوستل شي او یو کړکېچ ترې جوړ شي، نو دا به یوازې د هغو کسانو په ګټه وي چې په افغانستان کې د ډموکراسۍ پر بهیر پانګونه نه‌کوي او د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د یوه مشروع حکومت لیدلوری کمزوری کوي."

اغلې موګرېني ازادي راډیو ته دا هم ویلي چې ځینو نیمګړتیاوو ته په کتو چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو لامل شوي، دا خبره به ښایي سمه نه‌وي چې ګواکې افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ښه انتخابات درلودل، خو د هغې په خبره ډموکراتیکې پروسې کله نا کله پېچلې وي او وخت نیسي.

په عین وخت کې د اروپایي ټولنې دغې لوړپوړې چارواکې د افغانستان انتخابات د سولې مذاکراتو یوه پیلامه بللې، نو ځکه‌یې پر ژر ترسره کېدو ټینګار کوي .

مېرمن موګرېني زیاتوي: "موږ غواړو سیاسي کړۍ له هغو هڅو سره یوځای شي چې غواړي د سولې یوه مناسبه رسمي پروسه چې تر انتخاباتو وروسته د مشروع حکومت او طالبانو ترمنځ وي، پیل شي او نړیواله ټولنه او ځیني سیمه‌ییز لوبغاړي یې په سمه توګه ملګري وي. په دې کې موږ د اروپایي ټولنې رول وینو. موږ په دې اړه پټه اجنډا نه‌لرو. زموږ یوازنۍ لېوالتیا په سوله، امنیت، ثبات او د افغانستان د خلکو حقونه دي او په دې برخه کې موږ همکارۍ ته چمتو یو."

په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د تمویلوونکو هېوادونو یوې ډلې هم د دوشنبې په ورځ پر یادو نوماندانو ټینګار وکړ چې د انتخاباتو بهیر زیانمن نه‌کړي.

دې ډلې چې د امریکا متحده ایالات، اروپایي ټولنه، ناټو او ملګري ملتونه په‌کې شامل دي او د انتخاباتو د بهیر ملاتړي دي، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدان باید د انتخاباتو قانون ته درناوی وکړي او له هر هغه اقدام څخه ډده وکړي چې دا بهیر تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.

دې ډلې دغه‌راز پر کاندیدانو ټینګار کړی چې د رأیو د بیا شمېرنې او ارزونې له بهیر سره همکاري وکړي.

دا غوښتنې وروسته له هغه شوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر هغې پرېکړې انتقاد کړی چې د څه باندې ۸۰۰۰ محلونو د رأیو د بیا شمېرنې په اړه‌یې کړې ده.

دغه کمېسیون ویلي په پوره شفافیت به رأیې بیا شمېري او تر هغه وروسته به د رأیو د تصفیې مرحله پیلوي چې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا شي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا چې له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله پرته ۱۲ تنه‌یې غړيتوب لري، هم د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي چې د تقلبي رأیو پایله نه‌مني.

ټاکل شوې وه د سپټمبر د ۲۸مې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د اکټوبر پر ۱۹مه اعلان شوې وی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تخنیکي ستونزو له کبله دوه ځله دا اعلان وځنډاوه.

اوس دې کمېسیون د نومبر ۱۵مه چې د لړم میاشتې ۲۳مه کېږي ټاکلې چې لومړنۍ پایلې به اعلان کړي، خو وبه کتل شي چې روانو کړکېچونو ته په پام به د انتخاباتو کمېسیون دا اعلان وکړای شي که څنګه.