شاته

ویسټ انډیز له افغانستان څخه د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله

افغانستان په لومړي ځل د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۰ وبایلله.

دا اول ځل دی چې افغانستان د یو ورځینو لوبو لړۍ په دې توګه بایلي. ویسټ انډیز افغانستان ته په دریو یوې ورځینو لوبو کې پرلپسې ماتې ورکړې.

دا لوبې د هند په لکنو کې وشوې. په درېیمې لوبې کې افغانستان ویسټ انډیز ته د ۲۵۰ منډو هدف ورکړ، خو ویسټ انډیز په ۴۹ اورونو کې پوره او دا لوبه یې وګټله.

افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې ۸۶ اصغر افغان وکړې. محمد نبي او حضرت ځاځي هم ۵۰-۵۰ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لوبغاړي هوپ ۱۰۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن دوه، راشد خان، محمد نبي او شرف الدین اشرف یو-یو کس وسوځول.

دا له ۲۰۱۴ راپدیخوا اول ځل دی چې ویسټ انډیز د لوبو لړۍ په دې ډول ګټي.

له دې وروسته د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اورونو درې لوبې پیلیږي چې د پنجشنبې په ورځ (نومبر۱۴) به یې لومړۍ لوبه تر سره شي.