شاته

ټرمپ: د داعش نوی مشر هم د امریکا نه نشي پټیدی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي دولت د ډلې د نوي مشر په اړه ویلي دي چې هغه څاري او د امریکا نه نشي پټیدی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخواني عسکرو د ورځې د لمانځنې مراسمو ته د وینا په مهال د اسلامي دولت د ډلې د نوي مشر په اړه ویلي دي چې هغه یې د څار لاندی دی.

ولسمشر ټرمپ چې معمولا په دغه ورځ واشنگټن ته څیرمه د ارلنگټن په هدیرې کې وینا کوي، سږ کال په نیویارک کې د پوځیانو د رسم گزشت د کلني مراسمو د پیل نه مخکې وینا وکړه.

په ټرمپ د هغې نه وروسته سختې نیوکې پیل شوې چې د سوریې نه یې د امریکایي عسکرو د ایستلو امر وکړ. په انتقاد کونکو کې د هغه د گوند ځینې غړي هم شامل و چې وایي د عسکرو د ایستلو سره به د اسلامي دولت ترهگر بیا فعاله شي او ترکیه به په سورېې کې د کردانو ضد عملیات وکړي.

ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې په خپله وینا کې وویل چې د اسلامي دولت د ډلې د مشر البغدادي د وژل کیدو نه وروسته د دغې ډلې غړي ویریدلي او په تیښته دي. هغه وویل: "یو څو اونۍ مخکې، د امریکا خاصو قواوو د اسلامي دولت په یو مرکز برید وکړ او د نړۍ د تر ټولو لوی ترهگر یې ختم کړ."

ولسمشر ټرمپ دغه مهال د امریکایي عسکرو نه مننه وکړه. هغه زیاته کړه: "د امریکایي ځواکونو سخه مننه، البغدادي وژل شوی. د هغه ځای ناستی وژل شوی. او د اسلامي دولت د ډلې درهم مشر مو د څار د لاندی دی."

ولسمشر ټرمپ وویل: "د البغدادي د دهشت موده پای ته ورسیده، دښمنان مو په تیښته دي او ډیر سخت ویریدلي دي. هغه کسان چې زمونږ ولس گواښي، هغوي د امریکایي ځواکونو ضد نه شي دریدلی."

د البغدادي د وژل کیدو نه یوه ورځ وروسته د داعش ډلې ویاند ابو حسن مهاجر هم ووژل شو. داعش ابو ابراهیم هاشمي د د نوي مشر په توگه معرفي کړ.

ولسمشر ټرمپ د هغه نه وروسته چې د سوریې نه د ټولو عسکرو په پریکړې د سختو نیوکو سره مخ شو، دا اعلان وکړ چې ځینې عسکر به هلته د تیلو د زیرمو د حفاظت لپاره پاتي شي.