شاته

امارات: ایران دې د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره خبرو ته کښیني

عربي متحده امارات وایي چې ایران باید د یوې نوې موافقې لپاره د نړۍ له ځواکمنو او د سیمې له هیوادونو سره مذاکره وکړي.

د عربي متحده اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر انور محمد قرقاش، نن د نومبر په ١١ (لړم ١٩) وویل: "اوسمهال نور تاوتریخوالی د هیڅ یو اړخ په گټه ندی او مونږ جدي پدې باور یو چې د یوې پراخې دپلوماسۍ د بریالیتوب امکان شته".

دغه اماراتي مقام خبرداری ورکړ چې د "نیمګړي اتومي" موافقې او جگړې ترمنځ باید "غلط انتخاب" ونشي.

ښاغلي قرقاش وویل چې د ایران سره نوي مذاکرات باید یواځې پر اتومي فعالیتونو ولاړ نه وي بلکه د بالستیکو میزایلو د پروگرام په اړه اندیښنې او د عاملو ډلو له لارې د ایران سیمه ییزې مداخلې پر سر خبرې هم په کې شاملې وي.

دا پداسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ایراني مقامات له هر ډول مذاکرو نه منع کړي دي، مګر دا چې د امریکا متحده ایالات اتومي موافقې ته بیرته راشي او پر دې هیواد باندې بندیزونه لغو کړي.

په خلیج کې کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې د روان کال په اوړي کې د تیلو په یو شمیر ټانکرونو او بیا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې برید وشو.

واشنگټن ایران د انرژۍ په نړیوالو زیربناو باندې پر بریدونو ملامتوي، هو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

ایران د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کول یې بیا پیل کړي دي، دا هغه اقدام دی چې دغه هیواد د نړیوالو قدرتونو سره د اتومي موافقې نه لرې کوي.

د امریکا متحده ایالات د ایران سره له اټومي موافقې نه د وتلو وروسته پر تهران باندې نوي بندیزونه ولگول.