شاته

عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمېسیون دې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ودروي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون غواړي، چې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه دې ودروي.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، د خلکو له پاکو رایو به دفاع وکړي او د تقلب او درغلۍ پر وړاندې به ودریږي.

ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د لویې جرګې په تالار کې یو شمېر پلویانو ته خبرې کولې، ټینګار وکړ چې کمېسیون دې د رایو د بیا شمېرنې په اړه په خپلې پریکړې له سره غور وکړي.

د ثبات او همپالنې ډلې یو انځور
د ثبات او همپالنې ډلې یو انځور

عبدالله زیاته کړه: "زموږ څارونکو په بیا شمېرنې کې ګډون نه دی کړی، موږ اعلامیه خپره کړې، کمېسیون ته مو ورکړې، کله چې زموږ څارونکي نظارت ونه کړي، نو قانوني اعتراض له مخې موږ وایو چې له قانون او طرزالعملونو تخلف شوی، نو بیا هغه نتایج مشروعیت نه لري، کمېسیون دې د قانون له مخې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي."

عبدالله عبدالله دغه شان وویل چې، د هغو درې لکو رایو برخلیک چې د نوموړي په خبره غیر معتبرې دي او له وخت مخکې او وروسته اچول شوې هم باید روښانه شي.

ښاغلي عبدالله خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي، په نورو سوله ییزو لارو او اقداماتو به غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په ټولو ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا تفتیش او شمېرنې لپاره د موادو د لیږد چارې پیل کړې او په کابل کې یې دا بهیر په رسمي ډول پيل کړ.

انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون د پرېکړې پربنسټ باید د ۱۸۴۴ محلونو رأيې بیا شمېرل شوې وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولې د ۸۰۰۰ محلونو رایې بیا شمېري؟

انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون پرېکړه کړې وه چې په ۳۴ ولایتونو کې به د ۱۸۴۴ محلونو رای بیا شمېرل کیږي خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۸۲۲۵ محلونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړې چې د غې کار اوس یو لړ پوښتنې را ولاړې کړي دي.

انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په انتخاباتي قانون کې د نوی تعدیل له کبله، د رأیو د بیا شمېرنې په تړاو په دې برخه کې واک داوړو کمېسیونونو ته ورکړل شوی دی.

اوس هغه څه چې د پام وړ دي، هغه دا دي چې ايا انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون چې ۱۸۴۴ محلونو د رأیو د بیا شمېرنې لپاره مشخص کړي دي، د همدې ۸۲۲۵ محلونو له ډلې دي که نه؟

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیاله زرمینه کاکړ وایي: "تر دا مهاله موږ څلور مکتوبونه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته استولي، خو له بده مرغه هغه محلونه چې موږ د بیا شمېرنې لپاره په ګوته کړي، موږ ته یې ځواب نه دی راکړی چې څه وخت په کې بیا شمېرنه پیلېږي."

د رأیو صندوقونه
د رأیو صندوقونه

د انتخاباتو مخکني قانون یوازې د شکایتونوو کمېسیون ته اجازه ورکوله چې د هغو محلونو د بیا شمېرنې بهیر مشخص کړي چې اړتیا یې لیدل کېږي، خو د دې قانون په تعدیل سره اوس د انتخاباتو کمېسیون هم کولی شي چې د شفافیت په هدف د رأیو بیا شمېرنه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو محلونو د شمېر د زیاتولو دلیل چې بیا شمېرنه به په کې کېږي، شفافیت په ګوته کوي.

د دغه کمېسیون ویاند علي افتخاري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "تخنیکي موندنې ښيي چې ځینو محلونو بایومټریک درلود، خو د نتایجو فورم یې نه درلود، د بایومټریک دستګاوو حافظه نه درلوده، دستګاه معلومات په کامل ډول نه دي اخیستي، یا تکرار شوي، له همدې امله د تخنیکي ټيم او د کمېسیون رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د دغه محلونو رأيې بیا وشمېرل شي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنې سره مخالفت وکړ.

عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم په درغلۍ او د کمېسیون په کارونو کې په لاس وهنه تورن کړ او له انتخاباتو دا ممکنه را وړلاړېدونکي احتمالي کرکېچ مسؤلیت یې هم په دولت جوړوونکي ټیم ور واچاوه.

خو د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد دغه تورونه رد کړل.

هغه وویل: "د عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ټیم له تور پورې کولو او د خلکو د ذهنونو له مغشوشولو پرته نور هېڅ هم نه لري، دولت جوړوونکی ټیم په دې باور دی چې دا د دوی (عبدالله) د ټیم هغه لړۍ ده چې لا پخوا یې پيل کړې او دا ډول څرګندونې یې کولې."

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کارونه یې له قانون سره سم مخ ته ځي، د هېڅ چا مداخلې ته اجازه نه ورکوي او نه هم تراوسه چا یې په چارو کې مداخله کړې ده.

د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ازادي راډیو ته وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لومړنیو پایلو اعلان ته وخت کم لري، نه شو کولای چې بیا شمېرنې پروسه توقف کړو، ځکه دلته مهال ویش نقض کیږي، چې دا خپله له قانون نه سرغړونه ده، دا غوښتنه کمېسیون ته د منلو وړ نه ده."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست

خو اوس یو شمېر حقوق پوهان وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټولې چارې د کمېشنرانو له‌خوا د جوړ شوي طرزالعمل پر بنسټ مخکې ځي او قانون کمینشرانو ته حق ورکړی چې په غوڅ اکثریت د یوې پرېکړې له تائید وروسته خپل کارونه مخ‌ته یوسي.

د افغانستان د ډموکراټو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، د نوماندانو یا هم انتخاباتي ټکتونو له‌خوا د رایو د بیا شمېرنې بهیر تحریمول د دې بهیر مشروعیت تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلای.

هغه زیاتوي: ​"قانون د دې موضوعاتو په اړه وضاحت لري. قانون وايي، هغه کسان چې د کمېسیون د چارو د ځنډ لامل ګرځي، جواز نه لري، د کمېسیون او نوماندانو په منظوره شوې لایحه کې هم دا خبره راغلې ده، تحریمول د دوی شخصي کار دی، د پروسې پر مشروعیت اغېز نه لري، دوی باید خپل شکایات او اسناد د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي. "

یو شمېر انتخاباتي ټکټونه وايي، دوی د کمېسیون په چارو انتقاد لري او کمیسیون دې د دوی د اندېښنو تر ځواب وروسته د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا وايي، کمېسیون دنده لري چې د انتخاباتي ټکټونو اندېښنو ته هم ځواب ورکړي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه انتخاباتو / فیفا بنسټ د پروګرامونو مسؤل محمد نعیم اصغري ازادي راډیو ته وویل، که د نوماندانو اندېښنو ته ځواب ور نه کړل شي، د رایو د څېړنې او بیا شمېرنې بهیر به تر پوښتنې لاندې راولي.

اصغري وايي: ​"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې د ټولو اړخونو په ځانکړي ډول د نوماندانو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووايي، هغه مهال چې د هغوی اندېښنو ته د قانون په رڼا کې ځواب وویل شي او له هغې وروسته هم ټاکنیز ټکټونه دا پروسه تحریم کړي، پر مشروعیت هیڅ اغیز نه لري. "

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او د نوي مهال ویش له مخې ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې یې د عقرب په ۲۳ او وروستۍ پایلې یې د قوس په ۱۵ اعلان شي.