شاته

امریکا افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي ـ سیګار

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۲ میلادي کال راپدېخوا بیا تر دا مهاله په افغانستان کې د غیر قانوني نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا 'سیګار' پخپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې د غیر قانوني نشه يي توکو ارښت نسبت د دغه هېواد د قانوني صادراتو د تولید ارزښت ته زیات و.

سیګار ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت کې د ۲۰سلنې کموالې سره سره، افغانستان د ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې، د نشه يي توکو دوهم ستر تولیدونکی هېواد دی.

دغه ادارې همدارنګه ټینګار کړئ، چې د کوکنارو د کښت کموالی د باران د نشتوالي له امله وه، بلکې نه له مخدره موادو پر ضد د مبارزې له امله.

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې زیاته کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او یا هم کار او بار او یایې غیر قانوني تجارت کې لاس لري، شمېر یې د افغانستان له ملي اردو او امنیتي سرتېرو څخه زیات دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار له دغه ادعا سره موافق نه دی.

داچې له زیاتو لګښتونو او مبارزه سره سره افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ولې نه دي بریالي شوي، د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر فدا محمد الفت صالح وايي، افغان حکومت نه دی توانیدلی چې په دغه برخه کې د نړیوالو سوداګرو مخه ونیسي.

هغه وویل: "ه همدې امله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې کوم ښکاره بریالیتوب نه دی تر لاسه شوی."

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مرزا محمد یارمند بیا وايي:" د امریکا متحده ایالاتو پر اصلي دلایلو او د دغه موضوع پر اصلي جرړې باندې تمرکز نه دی کړئ، خلک دلته'افغانستان' ته راغلي څه ناڅه پانګونه یې کړې ده، خو دغه پانګونه بې ځایه شوې ده."