شاته

د عراق صدراعظم په حکومتدارۍ کې د سیاسي گوندونو "تیروتنې" ومنلې

په عراق د دولت ضد اعتراضونو په دوام کې ددې هیواد صدراعظم عادل عبدالمهدي، منلي دي چې د هیواد سیاسي گوندونو په حکمتدارۍ کې تیروتنې کړي دي.

ښاغلي عبدالمهدي چې د شنبې په ورځ (اکتوبر ٩ – لړم ١٨) یې خبرې کولې د اصلاحاتو د راوړلو په ژمنې یې له اعتراض کوونکو وغوښتل چې په عراق کې دې د عادي ژوند بیرته ټینگیدو ته اجازه ورکړي.

دغه څرگندونې پداسې حال کې مطرح کیږي چې د عراق امنیتي قواوی په بغداد کې د له یو عمده پل څخه د مظاهره کوونکو د لرې کولو لپاره د اوښکې بهونکي گاز څخه کار واخیست.

د جمعې په شپه هم په بصره کې د مظاهره کوونکو سره د پولیسو د نښتې په نتیجه کې درې تنه ووژل شول او پدې توگه د پنجشنبې راهیسې د وژل شویو کسانو شمیر تر اوسه اته تنو ته ورسید.

په عراق کې مظاهرې چې د تیرې میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې پیل شوي په کې تر اوسه څه دپاسه ٢٥٠ کسان وژل شوي دي.

اعتراض کوونکي په هیواد کې د بیکارۍ، اداري فساد او د دولتي ادارو د خدماتو د کمزورتیا په وجه لارو کوڅو ته وتلي دي.

د عراق صدراعظم د واک نه د گوښه کیدو غوښتنې رد کړي او د هغه پر ځای یې د پراخو اصلاحاتو د راوړلو ژمنه کړې ده.