شاته

د ترکي او سوري ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې

د سوریې دولتي ټلویزیون نن شنبه د ( نوامبر ۹ مه ) د سوریې په شمالي برخو کې د سوریې د حکومتي ځواکونو او ترکي پوځیانو ترمنځ د سختو نښتو خبر ورکړی دی.

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار میشته ډله او د هاوار په نامه کردي خبري چینل خبر وکرړی چې په دې نښتو کې د سورېې د پوځ یو جنرال او یو ډګروال ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي

په دې نښتو کې د سوریې د دولتي ټلویزیون د یوه فلم اخیستونکي په ګډون څو تنه نور هم ټپیان شوي دي.

ترکي ځواکونه تیره میاشت له سرحدي سیمو څخه د کردي جنګیالیو د شړلو په هدف د سوریې په شمال کې میشت شول.

دغه نښتې په داسې حال کې کیږي چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د جمعې په ورځ د هغه هیواد د نوي اساسي قانون د تسوید لومړۍ غونډه ډیره بریالۍ وګڼله.

په دې غونډه کې چې په ژنیف کې وشوه د سوریې د حکومت، د رژیم د مخالفینو او د مدني ټولنې استازو برخه درلوده.

بلخوا ټاکل شوېده د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د نوامبر په ۱۳ نیټه واشنګټن ته راشي.

اردوغان په داسې حال کې دغه سفر کوي چې امریکايي قانون جوړونکي په سوریه کې د ترکیې د عملیاتو په غبرګون کې پر هغه هیواد د بندیزونو غوښتنه کوي.